د (OBE_SCL)تر عنوان لاندي دولس ورځنی ورکشاپ

21 جنوري, 2019

 

د (۱۳۹۷ل.)کال د سلواغې د مياشتي پر (۱) نېټه د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) لخوا د (OBE_SCL) تر عنوان لاندي دولس ورځنی ورکشاپ د (۵۴) تنو استادانو له پاره پېل سوو.د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) مسؤل پوهنيار سيد احمد محبوبي وويل د(OBE_SCL)  محصل محوري سیستم د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده، چي د پوهنتون رهبرۍ د ذکر سوي سیسټم د ښه سمون په موخه پلي کېدو ته ژمنتیا ښودلې ده.ښاغلي محبوبي زياته کړه، چي د محصل محورۍ او موخو پر بنسټ د زده کړو مېتودونه نړیوال تدریسي مېتودونه دي، چي د نړۍ په زیاترو پوهنتونونو کي ورڅخه ګټه اخیستل کیږي او اوس د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم هڅه کوي تر څو دغه مېتودونه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کي پلي کړي.دا ورکشاپ به د (۱۳۹۷ل.)کال د سلواغې د مياشتي تر (۱۲) نېټه پوري به دوام ولري او د ورکشاپ په پای کي به و ګډونوالو ته تصديق پاڼي هم ورکړل سي.د يادوني وړ ده، چي په (۱۳۹۷ل.)کال کي دا د (OBE_SCL)د دوهم ورکشاپ دئ، چي د کندهار پوهنتون د استادانو له پاره د پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز له خوا دايريږي.