د (OBE_ SCL) تر عنوان لاندي دولس ورځنی ورکشاپ پېل سوو.

08 جولای, 2018

 

د ۱۳۹۷ل. کال د چنګاښ د مياشتي پر  ۱۶نېټه د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) لخوا د (OBE_ SCL) تر عنوان لاندي دولس ورځنی ورکشاپ پېل سوو.

دا ورکشاپ، چي ګډونوال ئې د کندهار پوهنتون استادان دي، د شنبې په ورځ د سهار پر  ۷ بجې پېل سوو.د ورکشاپ په پرانسته کي د پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز مسؤل پوهنيار سيد احمد محبوبي وويل، چي په دې ورکشاپ کي به پر پنځو مهمو او اړينو موضوعاتو باندي بحث وسي او نوموړي د ګډونوالو څخه وغوښتل، چي د ورکشاپ له محتواياتو څخه اوچته ګټه پورته کړي او دا زده کړي د خپلو نورو استادانو او کارمندانو سره هم  شريکي کړي.محبوبي د ګډونوالو پاملرنه د حاضرۍ پابندۍ، فعاله ګډون او د تدريس پر مهال د (OBE_ SCL) د ميتودو و استفادې ته را وګرځوله.د يادوني وړ ده، چي دا ورکشاپ به د  ۱۳۹۷ل.  کال د چنګاښ د مياشتي تر  ۲۸ نېټه پوري به دوام ولري او په پای کي به و ګډونوالو ته تصديق پاڼي هم ورکړل سي.