د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکوني د پروګرامونو د پوهاوي په اړه دوه ورځنی ورکشاپ

13 جولای, 2019

 

 

دغه ورکشاپ د ۱۳۹۸ل.کال د چنګاښ مياشتي پر ۲۲ نېټه د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي د امريت له خوا د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) په مرسته د سويلي زون د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د رئيسانو، مرستيالانو او استادانو له پاره د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکوني د پروګرامونو د پوهاوي په اړه داير سو.په دې ورکشاپ کي د کندهار، هلمند، روزګان او زابل د دولتي او شخصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو پر استادانو او مسؤلينو سربېر د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي هم ګډون کړی وو، چي د ورکشاپ وروسته به د کندهار ولايت د شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د کیفیت د لوړاوي اړوند فعاليتونه ارزيابي کړي.د ورکشاپ پرانیستنه د افغانستان د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژي د ملي پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخېل وکړه او زياته ئې کړه، چي لس کاله کيږي چي د افغانستان پوهنتونونه د کیفیت د لوړاوي په پروسه کي کار کوي او په دې لس کاله کي ډيري ښې لاسته راوړني لري، چي کندهار پوهنتون ئې د نمونې په ډول يادولای سو.نوموړي وويل کندهار پوهنتون له دې زون د ټولو تحصيلي نهادونو سره د دې پروسې په تطبيق کي همکاري کړې او په راتلونکي کي به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

وروسته د ورکشاپ عملي برخه پيل سوه، چي له نن سره به دوې ورځي دوام وکړي.