د کيفيت د لوړاوي داخلي يونيټ او مسلکي پرمختيايي مرکز(PDC) پرانيستنه

06 اکتوبر, 2018

 

ياد مرکزونه د ۱۳۹۷ل.کال د تلي د مياشتي پر (۱۲) نېټه د لوړو زده کړو وزارت علمي مُعين پوهنمل عبدالتواب بالاکزي، د کندهار والي ځلمي ويسا، د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ د پروګرام مسؤل ډاکټر حبيب الله وجدي، د کابل څخه راغلي پلاوي او د کندهار پوهنتون د مشرتابه له خوا د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سول.د لوړو زده کړو وزارت علمي مُعين پوهنمل عبدالتواب بالاکزي د کيفيت د لوړاوي داخلي يونيټ په اړه وويل، د کېفيت د لوړاوي پروګرام يوه نړيواله پروسه ده، چي په ۱۳۸۹ل.کال کي افغانستان ترې برخمن سوی دئ او کندهار پوهنتون هم د دې پروسې ګډونوال دئ او ښه لاسته راوړني پکښي لري، نو د داسي علمي او اکاډيميکو فعاليتونو د تر سره کولو له پاره په پوهنتون کي د دې مرکز شتون ډېر اړين دئ.نوموړي زياته کړه، چي د مسلکي پرمختيايي مرکز(PDC) بيا د پوهنتون د استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو د ظرفيت د لوړوني له پاره سيمينارونه او ورکشاپونه سمبالوي، تر څو د پوهنتون د استادانو او محصلانو تر څنګ د پوهنتون ټول پرسونل د مسلکي روزني څخه برخمن سي، نو دا مرکز هم د پوهنتون په پرمختګ کي مهم او اړين رول لري.ښاغلي بالاکزي وويل د دې مراکزو د جوړوني مالي چاري نړۍوال بانک يا(HEDP) پر غاړه لري.کندهاروالي تورن جنرال ځلمي ويسا دا مرکزونه د پوهنتون له پاره مهم وبلل او زياته ئې کړه، چي د دې مرکزونو له لاري په پوهنتون کي د کيفيت او ظرفيت جوړوني په برخه کي هر ډول ستونزي له منځه ولاړي سي همدارنګه ښاغلي ويسا، د کندهار پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه، چي وخت پر وخت ئې د پوهنتون د استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو د ظرفيت لوړوني په موخه هلي ځلي ترسره کړي دي.