د کندهار پوهنتون په طبي کمپس کي د نجونو د ليليې د ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښول سوه

24 جنوري, 2019

 

د (۱۳۹۷ل) کال د سلواغې د مياشتي پر (۳) نېټه د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی د نجونو محصلانو له پاره د ليليې د جوړولو ډبره کښېښول سوه.د دې پروژې د پرانيستني په مراسمو کي د لوړو زده کړو علمي مُعین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د کندهار ولايت سرپرست والي عبدالحنان منيب، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.د کندهار ولايت سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل، دا ودانۍ او يوه بله ليليه په مرکزي کمپس کي به د يو کال او دوو مياشتو په جريان کي په شپږ پوړه کي د ۱۵۲ميليونو افغانيو په ارزښت جوړيږي.د لوړو زده کړو علمي مُعین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وويل دا ليليې د جمهور رئيس په خاصه پيرزوينه، د کندهار پوهنتون د ښځينه محصلانو له پاره د ټولو اسانتياوو په نظر کي نيول سره منظور سوي دي.ښاغلي بالاکرزي د ساختماني شرکتونو له مسؤلينو څخه ئې وغوښتل، چي د کار کېفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.وروسته د لوړو زده کړو علمي مُعین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د کندهار ولايت سرپرست والي عبدالحنان منيب، د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل او د پوهنتون د علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد  له خوا د ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.