د کندهار پوهنتون- پاچاخان علمي څېړنيز مرکز او په اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا د خان عبدالغفار خان ۳۰ تلين ولمانځل سو

04 فبروري, 2018

 

د اطلاعات او کلتور رياست د غونډو په تالار کي ۱۳۹۶ / ۱۱/ ۱۲ نېټه د پنجشنبې ورځي  د ماپښين پر ۲بجو لمانځغونډه ونيوله، چي تر پنځه نيمو بجو پوري ئې دوام درلود.

غونډه د قران کريم په تلاوت سره پيل وروسته د اطلاعات او فرهنګ رئيس او د کـــندهار پوهنتون رئيس پرانستونکي خبري وکړې.په ټولنيزو چارو کي د کندهار ولايت مرسـتيال والي ښاغلي حاجي اغالالي دستګيري د کندهار پوهنتون- پاچاخان علمي څېړنيز مرکز او اطلاعات او فرهنګ رياست څخه مننه وکړل او کندهار ته د پاچاخان پر راتګ ئې رڼا واچوله .د يادي لمانځغونډي اړوندي مقالي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکـــــــــز رئيس او د کندهارپوهنتون علمي مرسـتيال پوهنمل شېرشا رشاد ،د کندهارپوهنتون پخوانی اســــــتاد حيات الله رفيقي ، د ښووني او روزني پوهنځی د پښتو څانګي آمر پوهيالي عبدالواحد کالون، د روغي -جوړي د څېړنڅانګي امر حافظ نعمت الله آميرزاده، نثار احمد صالح او د اطلاعات او فرهنـګ رئيس فضل الباري بريالی له لوري وړاندي سوي. غونډه د دعايي په ويلو سره پای ته ورسيده