د کندهار پوهنتون مشرتابه و رهبري شورا ته خپل کلنی راپور وړاندي کړ

10 فبروري, 2019

 

د (۱۳۹۷ل.)کال د سلواغې د مياشتي پر (۲۰) نېټه د کندهار پوهنتون رهبري(د پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل، علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد او د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل فيض الله قاضي زاده د خپل۱۳۹۷ل.کال د کلني اجرااتو بشپړ راپور د رهبري شورا له غړو سره شريک کړ او د يادوني وړ ده، چي د علمي، محصلانو، اداري او مالي برخو د ټولو امريتونو او نورو مرکزونو کلنی راپور به د ۱۳۹۷ل.کال تر پايه پوري رهبري شورا ته وړاندي سي او همداراز د پوهنځيو رئيسان به د روان(۱۳۹۷ـ۱۳۹۸)تحصيلي کال په پای کي د ۱۳۹۸ل.کال په چنګاښ مياشت کي خپل راپورونه د رهبري شورا له غړو سره شريک کړي.