د کندهار پوهنتون د (TOEFL) د ازمويني مرکز د اماده ګۍ د کورس له پاره ازموينه واخيستل

20 فبروري, 2019

 

د کندهار پوهنتون د (TOEFL) د ازمويني مرکز د ۱۳۹۷ل.کال د مرغومي د مياشتي پر ۲۲نېټه د کندهار پوهنتون د رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل او د (ETS) ادارې له استازي ښاغلي عنايت الله حبيبي سره د هوکړه ليک په لاسليکول سره فعاله سو او د دې مرکز د پرانستي پر مهال دواړو لورو ژمنه وکړه، چي دا مرکز به د ازمويني د اخيستلو تر څنګ د ازمويني ګډونوالو ته د ازمويني د لارو چارو د ښودلو له پاره د اماده ګۍ لنډ مهاله کورسونه هم داير کړي.نو په هم دې خاطر ئې د ۱۳۹۷ل.کال د سلواغې د مياشتي پر ۲۸نېټه ئې د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د ګڼ شمېر ګډونوالو څخه د اماده ګۍ د لومړي کورس له پاره ازموينه واخيستله.د يادوني وړ ده، چي د (TOEFL) د ازمويني ګډونوالو ته به د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د انګليسي څانګي استاد پوهيالی احمد ظاهر ولي تدريس کوي.