د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي په۱۲دوره کي۵۲۳ تنه محصلان فارغ کړل

12 لړم, 1397

 

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د (۱۳۹۷ل) کال د لړم د مياشتي پر (۱۰) نېټه د دولسمي دورې محصلانو د فراغت په مناسبت يوه پرتمينه غونډه رابللې وه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخیل، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل فيض الله قاضي زاده د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو، د ښووني او روزني پوهنځي محصلانو، فارغانو او د کورنيو غړو ئې ګډون کړی وو.د ښووني او روزني پوهنځی رئيس پوهنيار حشمت الله ترين فارغانو او د هغوي کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل، د ښووني او روزني پوهنځی په (۱۳۸۱ل.)کال کي تاسیس، چي اوسمهال۱۸۰۰تنه محصلانو ته د ۷۵ تنو استادانو له خوا تدريس کيږي او سږ کال د ورځي په دولسمه دوره او د شپې په پنځمه دوره کي د ۱۱ رشتو څخه۵۲۳ تنه ښځينه او نارينه محصلان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل.د کندهار پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخیل فارغانو او د هغوي کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل د هيواد او په خاص ډول د کندهار معارف يوې منظمي او بشپړي پاليسۍ او ستراتيژۍ ته اړتيا لري او د دولت څخه هيله لرم، چي د معارف سکتور ته خاصه پاملرنه وکړي، تر څو په معارف کي شته ستونزي له منځه يوسي.نوموړي فارغ محصلانو ته په خپلو خبرو کي وويل، چي د ښار تر څنګ د ولسوالۍ او کليو اوسیدونکي هم اړتيا لري، چي د علم له حاصلولو څخه برخمن سي او تاسو باید د ولسوالیو او کلیو ماشومانو ته هم د علم په رسولو کي خپل رسالت اداء کړئ.نوموړي وويل د ولایتي ادارې د مشرتابه او پوهني ریاست له مسولینو څخه هيله لرم، تر څو فارغ سوي محصلان د پوهني د پیاوړتیا په موخه په دندو وګماري او د هیواد د اولادونو په سالمه روزنه کي د خدمت کولو موقع ورکړي.د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل فیض الله قاضي زاده فارغانو او د هغوي کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ محصلان خپلو مسؤليتونو ته متوجې کړل او له محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي د دې هيواد د اولادونو په روزنه کي غفلت ونه کړي او په پوره صداقت خپل مسؤليت اداء کړي.د فراغت غونډي په ورستيو کي استادانو ته ستاينليکونه او فارغانو ته ډيپلومونه ورکول سول.