د کندهار پوهنتون د ممتاز او نوښتګر محصل ستاینغونډه

31 مارچ, 2019

 

کندهار پوهنتون د ۱۳۹۸ل.کال د وري د مياشتي پر(۱۱)نېټه د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د افغانستان د ځوانانو د مرستندويه ټولني له خوا، چي په افغانستان او مسکو کي فعاليت کوي د کندهار پوهنتون دوه تنه محصلان(يو محصل او يوه محصله) په مډال او نغدي جايزو وستايل.په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان د ځوانانو د مرستندويه ټولني د مشر داکټر تميم اخلاص دغه اقدام او نيک احساس د قدر وړ وبله او د زړه له کومي ئې مننه ور څخه وکړه، چي د ممتازو محصلانو فعاليتونه ئې وستايل.د افغانستان د ځوانانو د مرستندويه ټولني مشر داکټر تميم اخلاص وويل د دې ټولني موخي د افغانستان ځوانان په منطقوي سيسټم کي روزل او په لوړو زده کړو سمبالول او په نړۍوالو پوهنتونونو کي د لوړو زده کړو زمينه برابرول دي، تر څو د خپل هيواد د پرمختګ جوګه سي.ښاغلي اخلاص د کندهار پوهنتون له مسؤلينو او محصلانو وغوښتل، چي رشته او تخصص بايد د ټولني د اړتيا مطابق هم ايجاد سي او هم تحصيل په کښي وسي.داکټر تميم اخلاص وويل د افغانستان د ځوانانو د مرستندويه ټولني لومړي مډال به نن د لومړي ځل له پاره د کندهار پوهنتون محصل ته ورکړل سي.د غونډي په پای کي د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی محصل محمد اسماعيل قريشي او د عامه ادارې او پاليسي پوهنځی محصله عزيزه اميرزاده په نغدي جايزو وستايل سول او ښاغلي محمد اسماعيل قريشي ته د افغانستان د ځوانانو د مرستندويه ټولني لومړي مډال هم ورکړل سو او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.