د کندهار پوهنتون د مشرتابه او د ايران د سفارت فرهنګي اتشه او جنرال قونسل ترمنځ ګډه غونډه

17 جولای, 2018

 

د ۱۳۹۷ل.کال د چنګاښ د مياشتي پر (۲۳) نېټه په افغانستان کي د ايران د سفارت د فرهنګي برخي مسؤل، په کندهار کي د ايران هيواد جنرال قونسل، د کندهار ولايت د باندنيو چارو رئيس محمد ظاهرالکو  او ور سره پلاوي د کندهار پوهنتون د مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو سره د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي وکتل.په پیل کي د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل په افغانستان کي د ايران هيواد د فرهنګي برخي مسؤل، په کندهار کي د ايران هيواد جنرال قونسل او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د کندهار پوهنتون د پرمختګونو، له نړۍوالو پوهنتونونو سره د اړیکو او د پوهنتون د استادانو او محصلانو په اړه معلومات وړاندي کړل. نوموړي وويل، کندهار پوهنتون مجهز لابراتوار، مرکزي کتابتون، کرهڼیز فارم، حقوقي کلينک، د کارموندني مرکز، پاچاخان علمي څېړنيز مرکز او کادري روغتون لري، چي په کادري روغتون کي د محصلانو د عملي کارونو ترڅنګ د هېوادوالو درمنله هم پکښي کيږي.توتاخېل د علمي او فرهنګي هوکړه ليکونو پر زياتوالي ټينګار وکړ او زياته ئې کړل، چي دواړه هيوادونه بايد په علمي برخو کي د افکار د تبادلي له پاره زمينه برابره کړي، تر څو د پوهنتونونو استادانو او محصلانو له پاره د ښه او مسلکي زده کړي اسانتياوي رامنځ ته سي.په افغانستان کي د ايران هيواد د فرهنګي برخي مسؤل ډاکټر رضاء ملکي وويل، چي د ايران پوهنتونونه د افغانستان له ډيرو پوهنتونونو سره علمي او فرهنګي هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي او هڅه کوي، چي د افغانستان د پاته پوهنتونونو سره هم دې ته ورته هوکړه ليک لاسليک کړي، تر څو پر اساس ئې د دواړو هيوادونو استادانو او محصلانو ته د افکارو د تبادلې او تجربو د شريکولو زمينه برابره سي.نوموړي زياته کړل، هڅه کوي چي د دواړو هيوادونو استادانو او محصلانو تر منځ واټن را کم او د ايران په پوهنتونونو کي د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو له پاره په مختليفو علمي رشتو کي تحصيلي بورسونه اماده کړي او هلته ئې د لوړو زده کړو له پاره ور وغواړي.د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد وويل، د کندهار پوهنتون استادان، محصلان او اداري کارکوونکي د هيواد څخه دباندي (امريکا متحده ايالات، هسپانيا، چين، هندوستان، نيپال، جرمني، ماليزيا، ترکیې او استرالیا) هيوادونو ته د بېلابېلو پروګرامونو پر اساس په مختليفو علمي او فرهنګي ورکشاپونو او سمينارونو کي ګډون کړی دئ او د هغوي د تجربو څخه ئې ګټه پورته کړې ده.نوموړي زياته کړل کندهار پوهنتون درې هوکړه ليکونه د ايران پوهنتونونو سره هم لري، چي څو ځلي د کندهار پوهنتون استادان د دوی په علمي او فرهنګي سمينارونو کي ئې ګډون کړی دئ.د غونډي په پای کي دواړو لورو يو بل ته د پوره همکاريو ډاډ ورکړ او ژمنه ئې وکړل دا اړيکي به تل سره پالي او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېدله.