د کندهار پوهنتون د محصلانو له پاره د انلاین زده کړو (MOOCS) (edX) د پیژندګلوۍ ورکشاپ

29 نوومبر, 2018

 

د(۱۳۹۷ل)کال د لېندۍ د مياشتي پر(۷) نېټه د کندهار پوهنتون د اقتصاد، ژبو او ادبیاتو، شرعیاتو، ژورنالیزم او عامه اړیکو، عامه اداره او پالیسي او کمپیوټر ساینس پوهنځيو د محصلانو له پاره د انلاین زده کړو (MOOCS) (edX) د پیژندګلوۍ یو ورځنی ورکشاپ داير سو.د ورکشاپ ټرینر او د مسلکي پرمختیايي مرکز (PDC) مسئول پوهنیار انجنیر سید احمد محبوبي وويل په دې یو ورځني ورکشاپ کي محصلانو ته د ښې زده کړي په موخه د edX د برنامي تشریح او پيژندل شامل دي، چي د همدې لاري محصلان کولای سي، چي په یوازي توګه، هر وخت او هر ځاي کي د ټکنالوژي په مرسته د مؤثرو کورسونو څخه مؤثره زده کړي وکړي او وروسته د ورکشاپ عملي برخه پيل سوه.د يادوني وړ ده، چي د يادو پوهنځيو محصلانو هم د دې ورکشاپ څخه خوښ وه.