د کندهار پوهنتون د عېنو مېني په کمپس کي د ليليې د ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښول سوه

28 جولای, 2018

 

د (۱۳۹۷ل) کال د زمري د مياشتي پر (۴) نېټه د کندهار پوهنتون د محصلانو له پاره د ليليې د جوړولو ډبره کښېښول سوه.د دې پروژې د پرانستۍ په مراسمو کي د کندهار والي ځلمي ويسا، د کندهار ولايت د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلی، د کندهار ولايت د باندنيو چارو رئيس، د ښار او کور جوړولو چارو رئيس، د پوهني رئيس، د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال پوهنمل نذير احمد قانع، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو ګډون کړی وو.د کندهار ولايت د ښار او کور جوړولو چارو رئيس وويل، دا پروژه په (۱۳۹۶ل)کال کي پلان سوې وه،چي د (۱۳۹۷ل)کال د وري د مياشتي پر (۷) نېټه بايد پيل سوې وای، خو تعديل ئې يو څه وخت واخيستۍ.دا ودانۍ د عطائي ساختماني شرکت او نوروز افغان شرکت له خوا، د يو کال او پنځو مياشتو په جريان کي د ښار او کور جوړولو وزارت په مالي مرسته، په څلور پوړه کي جوړيږي، چي د بنسټ ډبره به ئې د کندهار والي تورن جنرال ځلمي ويسا له خوا کښېښودل سي.د کندهار والي تورن جنرال ځلمي ويسا د مرکزي دولت دغه پيرزوينه، چي د کندهار پوهنتون سره ئې کړې ده مننه وکړه او د ساختماني شرکتونو له مسؤلينو څخه ئې وغوښتل، چي د کار کېفيت ته ډېره پاملرنه وکړي او زياته ئې کړل، چي غيري معياري کار د منلو نه دئ.وروسته د کندهار والي، د ولايتي شورا غړي، د کندهار ولايت د باندنيو چارو رئيس، د ښار او کور جوړولو چارو رئيس او د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال له خوا د ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.