د کندهار پوهنتون د انګلیسي ژبي او کمپیوټر زده کړي مرکز(ELCLC) د پياوړ تيا بل پړاو

16 لړم, 1397

 

د (۱۳۹۷ل) کال د لړم د مياشتي پر (۱۵) نېټه د کندهار پوهنتون د انګلیسي ژبي او کمپیوټر زدکړي مرکز(ELCLC) د پياوړ تيا بل پړاو پرانيستنه د کندهار پوهنتون د مشرتابه له خوا د پټي په پرې کولو سره وسوه.د دې مرکز د نوي پړاو د پرانستني پر مهال د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل فيض الله قاضي زاده د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د دې مرکز مسؤل محمد کمال يعقوبي د پوهنتون رهبري ته د دې مرکز د بيا پرانستنۍ مبارکۍ وويل او زياته ئې کړ، چي له نېکه مرغه د(ELCLC) مرکز پروژه په ۲۰۱۸ میلادي کال کي د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له خوا يو وار بیا تمدید او د اجرااتو کارونه ئې (Impact Org) ته وسپارل سول او خپلو کارونو ته به دوه کاله نور دوام ورکړي.د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد د(ELCLC) مرکز له مسؤل محمد کمال يعقوبي څخه مننه وکړه، چي د دې مرکز د انتظام چاري ئې ډېر ښه پر مخ بېولي دي او زياته ئې کړه، چي د(ELCLC) مرکز په تېره درو کلنو کي۲۳۸کورسونه داير کړي او له دې کوروسونو څخه۷۷۶۰تنه محصلانو ګټه پورته کړې او له دې جملې څخه ۳۲۵تنې نجوني وې.ښاغلي رشاد د (ESO) او (Yasna) له فعاليتونو څخه مننه وکړه او هيله ئې وکړه، چي د(IO) فعاليتونه تر هغه نورو ډېره نور هم ښه او بهتره وي.د يادوني وړه، چي د(ELCLC) مرکز د ۱۳۹۷ل.کال د تلي د مياشتي پر (۲۵) نېټه د انګلیسي ژبي د نويو کورسونو د پيل له پاره د پوهنتون د استادانو، اداري کاروکوونکو او محصلانو څخه ازموينه واخيستله، چي په دې ازموينه کي (۳۵۰) تنو ګډون کړی و، چي (۶۰) تنې ئې نجوني دي او د کمپيوټر زده کړي له پاره سبا د لړم پر(۱۶)له ۳۰۰محصلانو څخه ازموينه اخيستل کيږي.