د کندهار پوهنتون خبرتيا

16 مې, 2019

 

د کندهار  پوهنتون طب پوهنخی د عامي روغتيا(MPH) په برخه کي د ۱۳۹۸تحصيلي کال د ماسټرۍ پروګرام له پاره په لاندي شرايطو برابر کسان د ازمويني ورکولو وروسته د محصل په توګه نيسي.

  1. په طبي علومو کي د تحصيلي سند درلودل
  2. په انګريزي ژبه تسلط درلودل
  3. د نمرو اوسط ئې د (۶۵٪) څخه کم نه وي

داوطلبان کولای سي، چي د ۱۳۹۸ل.کال د ثور ياغويي د مياشتي له ۲۵نېټې څخه بيا د ۱۳۹۸ل.کال د جوزا ياغبرګولي د مياشتي تر ۱۵نېټې پوري د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت ته د لاندي اسنادو سره حاضر سي.

  1. د تذکرې اصلي او رنګه کاپي
  2. د ډيپلوم اصلي او رنګه کاپي
  3. د ټرانسکريپټ اصلي او رنګه کاپي
  4. دوې قطعې عکسونه او پلاستيکي دوسيه(فايل)