د کندهار پوهنتون انجينري پوهنځي انرژي څانګي په خپله لومړۍ دوره کي ۲۳ تنه فارغ کړل.

14 تله, 1397

 

د کندهار پوهنتون د انجينري پوهنځی د (۱۳۹۷ل) کال د تلي د مياشتي پر (۱۲) نېټه د لومړۍ دورې محصلانو د فراغت په مناسبت يوه پرتمينه غونډه رابللې وه.په دې غونډه کي د لوړو زده کړو وزارت علمي مُعين پوهنمل عبدالتواب بالاکزي، د کندهار والي ځلمي ويسا، د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ د پروګرام مسؤل ډاکټر حبيب الله وجدي، د کابل څخه راغلي پلاوی د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو او استادانو، اداري کارمندانو، د انجينري پوهنځي محصلانو، فارغانو، د فارغو محصلانو د کورنيو غړو، دوستانو او ملګرو برخه اخيستې وه.د انجينري پوهنځی رئيس پوهنمل مجتبی معنوي فارغانو او د هغوي کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل دا څانګه په (۱۳۹۳ل)کال کي تاسیس، شپږ تنه استادان لري او سږ کال ئې په لومړي دوره کي (۲۳) تنه محصلان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل.نوموړي وويل د انرژي څانګه د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام ( USWDP) سره تړون ليک لري، چي له مخي به ئې د انرژي څانګي سره د نصاب جوړوني، لابراتوار او د استادانو د مسلکي روزني په برخه کي لازمه مرسته کوي.د انرژي څانګي نصاب د USWDP په ملاتړ د امریکا متحده ایالاتو د تکساس A &M پوهنتون په مرسته جوړ سوی دئ، چي نوموړی نصاب د تکساس پوهنتون د استادانو سربیره د ټایلنډ د AIT پوهنتون او د هندوستان د حیدراباد د GRIET پوهنتون د استادانو لخوا هم د تائيد وړ کړځیدلی دئ. ښاغلي معنوي د USWDP ادارې د مسؤلينو، د امریکا متحده ایالاتو د تکساس A &M پوهنتون، د ټایلنډ د AIT پوهنتون او د هندوستان د حیدراباد د GRIET پوهنتون د استادانو څخه د زړه له کومي مننه وکړه او د دوی زحمتونه ئې د ستايلو وړ وبلل.د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل مُعين صاحب او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د کندهار پوهنتون د پرمختګونو، له نړیوالو پوهنتونونو سره د اړیکو او د هغوی په مرسته د ځینو څانګو د فعالولو یادونه وکړه.نوموړي وویل، کندهار پوهنتون يو ملي پوهنتون دئ، چي د هېواد د بېلابيلو ولایتونو استادان او ۳۴ ولایتونو محصلان پکښي په تدریس او تحصیل بوخت دي، فارغانو او د هغوي کورنيو ته مبارکۍ وويل.د کندهار والي ځلمي ويسا محصلانو او د هغوي کورنيو ته د مبارکۍ تر څنګ له محصلانو وغوښتل، چي په مسلکي برخه کي کار وکړي او د دې لاري د خپل بېوزلو هيوادوالو د درد دوا سي.د لوړو زده کړو وزارت علمي مُعين پوهنمل عبدالتواب بالاکزي هم د کندهار پوهنتون د مشرتابه فعاليتونه د ستايني وړ وبلل او زياته ئې کړه، پوهنتونونه بايد د دې هيواد د اولاد په سالمه روزنه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي تر څو ټولني ته وړ او په کار پوه کادرونه وړاندي کړي، په اخر کي ئې فارغانو او د هغوي کورنيو ته مبارکي وويل او غوښتنه ئې ور څخه وکړل، تر څو د هيواد د آبادۍ له پاره کار وکړي.ښاغلي بالاکزي د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام ( USWDP) او نور همکارو ادارو د مرستو او همکاريو څخه مننه وکړه.د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ د پروګرام مسؤل ډاکټر حبيب الله وجدي د کندهار پوهنتون له چارواکو له هڅو په قدر داني یادونه وکړه او ژمنه ئې وکړه ، چي کندهار پوهنتون سره په نور علمي او اکايميکو برخه کي خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ور کړو.د انجينري پوهنځی د انرژي څانګي د لومړي دورې د فراغت په مناسبت ئې د پوهنتون رهبرۍ، د انجينري پوهنځی رئيس، استادانو، فارغانو او د هغوي کورنيو ته مبارکي وويل او دوی ته ئې د ژوند په نورو چارو کي د برياليتوب هيله وکړه.د فراغت غونډي په ورستيو کي استادانو او راغلو مېلمنو ته ستاينليکونه او فارغانو ته ډيپلومونه ورکول سول.