د کندهار پوهنتون استادانو ته په نړیوال ژورنال کي د معیاري مقالې د لیکني او خپرویدو ورکشاپ پیل سو

09 مارچ, 2020

 

۱۳۹۸ل. کال د سلواغې د میاشتي ۲۷ نېټه د یک شنبې ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختایي زده کړو په مرکز کي د پوهنتون د څېړنیز مرکز له خوا د کابل پوهنتون د پالیسیو د څېړني د ملي مرکز په مرسته د معیاري مقاله لیکني او په علمي نړیوال ژورنال کي د خپریدني ورکشاپ دائر سو.د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د کابل پوهنتون له راغلو استادانو څخه د منني تر څنګ  ذکر سوی ورکشاپ د استادانو له پاره اړین وباله او څرګنده یې کړه چي په کندهار پوهنتون کي به په دې نږدې وختو کي د لوړو زده کړو وزارت په مټ دوه نړیوال ژورنالونه په فعالیت پیل وکړي، چي نوموړی ورکشاپ به استادان وتوانوي چي خپلي علمي او څېړنیزي مقالې په نړیوال ژورنال کي د چاپ له پاره تیاري او خپرې کړي.پاته دي نه وي چي ورکشاپ د کابل پوهنتون د دوو تنو استادانو له خوا د څلورو ورځو له پاره جریان لري.