د کمپيوټر ساينس پوهنځی د لومړۍ دورې د فارغ کيدونکو محصلانو د عملي پروژو نندارتون

22 غویی, 1397

 

د ۱۳۹۷ل.کال د غويي د مياشتي پر ۲۰ نېټه د ټکنالوژي د نويو او عصري سهولوتونو سره د بلدتيا او عامه پوهاوي په موخه د کندهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځی د لومړۍ دورې فارغ کيدونکو محصلانو د عملي پروژو له پاره يو نندارتون جوړ کړ، چي په نوموړي نندارتون کي د ګډون له پاره د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري کارمندانو تر څنګ د کندهار ولايت د دولتي او غيري دولتي ادارو مسؤلينو ته هم بلنه ورکړل سوې وه، تر څو د ټکنالوژي د نويو او عصري سهولوتونو څخه خبر او په ورځني ژوند کي ور څخه استفاده وکړي.د پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل وويل د کمپيوټر ساينس پوهنځی فعالول او د ياد پوهنځی څخه فارغان ټولني ته وړاندي کول د پوهنتون د مشرتابه يو ارمان وو او دا ارمان ئې نن پوره سوو نوموړي زيات کړه، چي اوس موږ په يو داسي وخت کي ژوند کوو چي د ژوند ډېر فعاليتونه مو په ټکنالوژي پوري اړه لري او ټکنالوژي زموږ او ستاسي د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ده او د ژوند د دې برخي له پاره بايد لازمي کړني تر سره کوو.توتاخېل د محصلانو څخه وغوښتل، چي خپلو زده کړو ته دوام ور کړي او د پوهنتون اداره به شته امکانات ستاسو په واک کي در کړي.     د کمپيوټر ساينس پوهنځی رئيس پوهنيار عبدالستار کاکړ وويل د دې نندارتون څخه مو هدف د کمپيوټر ساينس پوهنځی او د معلوماتي ټکنالوژي له سيسټمونو سره د عامو خلګو اشنا کول دي، په دغه منظور د کمپيوټر ساينس پوهنځی د لومړۍ دورې فارغانو په خپل وروستي کال کي (۱۲) ماډولونه جوړ کړي، چي هم په پوهنتون کي او هم په نورو ادارو کي کار څيني واخيستل سي.د نورو پوهنځيو محصلانو دي د پروژو څخه د نژدي ليدنه وکړي او خپل نظريات دي د نوموړو محصلانو سره شريک کړي ځکه ستاسو نظرونه به د محصلانو سره د پروژو په اصلاح کي مرسته او کومک وکړي. او ټولي ادارې کولای سي، چي د نوموړو پروژو څخه په خپله کاري ساحه کي ګټه واخلي.د کمپيوټر ساينس پوهنځی استاد حبيب الهي رحماني وويل، چي محصلانو ته د پروژې له پاره د موضوع انتخاب د يو ځانګړي څېړني او د اداراتو د غوښتنو مطابق سوی دئ، تر څو په اداراتو کي د ټکنالوژي اړوند شته ستونزو ته د حل لاري چاري پيدا سي.ننګيالي د فارغو محصلانو په استازيتو خبري وکړې او په خپلو خبرو کي د خپلو استادانو او د پوهنتون د ادارې څخه ئې مننه وکړه، چي په څلور کلنه دوره کي ئې له دوی سره هر اړخيزه مرسته او همکاري کړې ده او د پوهنتون د مشرتابه څخه ئې غوښتنه وکړله، چي فارغو محصلانو ته د کار زمينه برابره کړي.