د کمپيوټر ساينس پوهنځی د دوهمي دورې د فارغ کېدونکو محصلانو د عملي پروژو نندارتون

02 جولای, 2019

 

د ۱۳۹۸ل.کال د چنګاښ د مياشتي پر ۱۱ نېټه د ټکنالوژي د نويو او عصري سهولوتونو سره د بلدتيا او عامه پوهاوي په موخه د کندهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځی د دوهمي دورې فارغ کېدونکو محصلانو د عملي پروژو له پاره يو نندارتون جوړ کړ، چي په نوموړي نندارتون کي د ګډون له پاره د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري کارمندانو تر څنګ د کندهار ولايت د دولتي او غيري دولتي ادارو مسؤلينو ته هم بلنه ورکړل سوې وه، تر څو د ټکنالوژۍ د نويو او عصري سهولوتونو څخه خبر او په ورځني ژوند کي ور څخه استفاده وکړي.د پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل وويل دا دوهم ځل دئ، چي د کندهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځی فارغ کېدونکي محصلان په دولتي او غيري دولتي ادارو کي د شته ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه پر عملي پروژو کار کوي او کندهار پوهنتون عامو خلګو ته د عامه پوهاوي د ورکولو په موخه داسي نندارتونونه دايروي تر څو عام خلګ هم د ټکنالوژۍ د پرمختګونو څخه خبر سي، ځکه اوس موږ په يو داسي وخت کي ژوند کوو،  چي د ژوند ډېر فعاليتونه مو په ټکنالوژي پوري اړه لري او ټکنالوژي زموږ او ستاسي د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ده او د ژوند د دې برخي له پاره بايد لازمي کړني تر سره سي.د کمپيوټر ساينس پوهنځی رئيس پوهنيار عبدالستار کاکړ وويل د دې نندارتون څخه مو هدف د کمپيوټر ساينس پوهنځی او د معلوماتي ټکنالوژي له سيسټمونو سره د عامو خلګو اشنا کول دي، نو په هم دې خاطر د کمپيوټر ساينس پوهنځی د دوهمي دورې (۷۷)تنو فارغانو په خپل وروستي کال کي پر (۱۷) بېلا بيلو ماډولونه کار کړی، چي هم په پوهنتون کي او هم په نورو ادارو کي کار ځيني واخيستل سي.دا نندارتون هم په همدې موخه داير سوی، تر څو د نورو پوهنځيو محصلان او عام خلګ د دي پروژو څخه د نژدې ليدنه وکړي او خپل نظريات دي د نوموړو محصلانو سره شريک کړي ځکه ستاسو نظرونه به د محصلانو سره د پروژو په اصلاح کي مرسته او کومک وکړي. او ټولي ادارې کولای سي، چي د نوموړو پروژو څخه په خپله کاري ساحه کي ګټه واخلي.

ښاغلي کاکړ وويل، چي محصلانو ته د پروژې له پاره د موضوع انتخاب د يو ځانګړي څېړني او د اداراتو د غوښتنو مطابق سوی دئ، تر څو په اداراتو کي د ټکنالوژي اړوند شته ستونزو ته د حل لاري چاري پيدا سي.د يادوني وړ ده، چي د نندارتون په جريان کي د هر ګروپ استازي د خپلي پروژې په اړه د پوهنتون رئيس او د نندارتون نور ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د پروژو نومونه په لاندي ډول دي.

  1. د کندهار ښار د ښاروالۍ د صفایي منجمنت سیسټم او ویب پاڼه
  2. MOOC
  3. automatic question paper scanner
  4. د کندهار د پوهني د ریاست د IT ډیزاین
  5. The online clinic Appointment schedule
  6. Online Shopping
  7. Health Insurance Management System
  8. سفارش غذا به صورت انلاین در رستورانت
  9. IP fire
  10. د ویب پاڼي دود
  11. Kandahar Rental House
  12. Online Bus Ticket Reservation System
  13. د انلاین کانکور زده کړه او د انلاین کانکور ازمایښتي ازموینه
  14. Human Resource Management
  15. Shirzai Institute LMS
  16. Kankor Form Solver
  17. Block-chain Cryptocurrency
  18. Teachers Information Bank