د ښه استاد د ځانګړتياوو تر عنوان لاندي يو ورځنی سمينار

24 دسمبر, 2017

 

ياد سمينار د (۱۳۹۶ل) کال د جدي د مياشتي په (۳) نېټه د پوهنتون د مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کي د معنوي ارزښتونو د ترويج او نظم و ډسپلين د کمېټې له خوا داير سوو.

دې سمينار ته  د عامه ادارې، حقوق او سياسي علومو ،اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او کرهڼي پوهځيو استادانو رابلل سوي ول.د معنوي ارزښتونو د کېټې د رئيس له استادانو وغوښتل، چي په خپل تدريس کي د محصلانو معنوي روزني ته زياته پاملرنه وکړي، تر څو وټولني ته مو د صبر، حوصلي او په نبوي اخلاقو سمبال کسان وړاندي کړي وي.همدارنګه د سمينار بل استاد پوهندوی ډاکټر محمد ذکريا اميرزاده له ګډونوالو څخه وغوښتل، چي معنوي امتيازاتو ته تر مادي امتيازاتو ترجيح ورکړي، ځکه په همدې کي هم د ټولني، پوهنتون، استاد او د محصل کاميابي نغښتې ده.د سمينار په پای کي ګډونوالو د سمينار له وړاندي کوونکو څخه د موضوع اړوند پوښتني وکړې او د هغوی له خوا جوابونه ور کړل سول.د يادوني وړ ده، چي تېره پنجشنبه هم د يادي کمېټې له خوا د ښووني او روزني پوهنځی د استادانو له پاره ورته سمينار داير کړی وو.