د ډاټا تحليل (SPSS) درې ورځنی ورکشاپ

20 دسمبر, 2018

 

دا ورکشاپ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز(PDC) د غونډو په تالار کي د کندهار پوهنتون د څېړنيز مرکز لخوا د ۱۳۹۷ل.کال د لېندۍ د مياشتي پر (۲۷) نېټه پیل او د همدې مياشتي تر (۲۹) نېټې پوري به دوام ولري.د کندهار پوهنتون د څېړنيز مرکز د مسؤل په وينا دا ورکشاپ به له استادانو سره د دوی په څېړنه کي د ډاټا په تحليل کي پوره مرسته او همکاري وکړي.نوموړي زياته کړه، د دې ورکشاپ ټرېنران پوهنمل بلال احمد رحيمي، پوهنمل نجيب الله رفيقي پوهنيار نقيب الله حقبين او پوهنيار رحمت الله پښتون او ګډونوال ئې د کندها پوهنتون کي استادان دي.