د څېړني د مېتودولوژي تر عنوان لاندي پنځه ورځنی ورکشاپ پیل سو

29 جولای, 2019

 

دا ورکشاپ د ۱۳۹۸ل. کال د زمري میاشتي پر ۵ نېټه د کندهار پوهنتون د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز له خوا د کندهار پوهنتون د استادانو له پاره جوړ سو.د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز مسؤل پوهندوی محمد اسلم حاذق استادانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، د دې ورکشاپ څخه اصلي موخه د څېړني مېتودولوژي ته عملي بڼه ورکول دي، تر څو په عمل کي راسي او د ورکشاپ په اخر کي به هر استادان عملي پروپوزل وليکني.ښاغلي حاذق وويل د ورکشاپ ټرېنر د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور محب الله رحمت دئ، چي له تاسو سره به د نظري تدريس تر څنګ پر عملي برخه ډېر کار وکړي او له استادانو څخه ئې د فعاله ګډون غوښتنه وکړه.تر پرانیستونکو ویناوو وروسته ښاغلي رحمت د ورکشاپ عملي برخه پېل کړه.پاته دي نه وي، چي ورکشاپ به د )۱۳۹۸ل.)کال د زمري د میاشتي له(۹) نېټې پوري دوام ولري.