د پښتو ژبي د نامتو داستان ليکونکي ښاغلي طاهر اپريدي او نوميالي شاعر پروفيسر دروېش دُراني د ادبي خدمتونو په وياړ يو ورځنی سمينار

19 دسمبر, 2018

 

کندهار پوهنتون د ۱۳۹۷ل. کال، د لېندۍ د مياشتي پر (۲۷)نېټه د کندهار ولايت مقام، د اطلاعاتو او کلتور رياست او ښاروالي رياست سره په ګډه او د رئيس جمهور په خاصه پاملرنه او غوښتنه د پښتو ژبي د نامتو داستان ليکونکي ښاغلي طاهر اپريدي او نوميالي شاعر پروفيسر دروېش دُراني د ادبي خدمتونو په وياړ يو ورځنی سمينار دايره کړ.

په دې سمينار کي په علمي او ټولنيزو چارو کي د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد لعل باچا ازمون، د کندهار ولايت سرپرست والي عبدالحنان منيب، د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو، د څلورو ادبي حوزو(کابل، ننګرهار، پېښور او کويټې) شاوخوا پنځوس ليکوالانو، اديبانو، فرهنګپالانو، شاعرانو او ژبپوهانو او د کندهار پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل ډېر د خوشحالۍ ځای دئ، چي د پښتو ادب د څلورو ادبي حوزو(کابل، ننګرهار، پېښور او کويټې) ګڼ شمېر ليکوالان، اديبان، فرهنګپالان، شاعران او ژبپوهان د لوی افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او د پښتو ادب په يوه بله حوزه (کندهار) او په خاص ډول په کندهار پوهنتون کي سره راټول سوي او د خپلو نومياليو ستاينه او لمانځنه کوي.په علمي او ټولنيزو چارو کي د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد لعل باچا ازمون د افغانستان د جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني پيغام د سمينار له ګډونوالو سره شريک کړ او زياته ئې کړه، چي دا سمينار د جمهور رئيس په ځانګړې پاملرنه جوړ سوی دئ.د کندهار ولايت سرپرست والي عبدالحنان منيب راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، چي دا سمينار د لر او بر پښتنو د يوالي تر ټولو لوی ثبوت دئ.د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس فضل الباري بريالي د اطلاعاتو او کلتور وزير پيغام د سمينار و ګډونوالو ته ولوست، چي د نوموړي له خوا دا نوښت د ستايني وړ وبلئ.پروفيسر دروېش دُراني د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، په فرهنګي چارو کي د هغه سلاکار اسد الله غضنفر، په علمي او ټولنيزو چارو د هغه سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون، د کندهار ولايت مقام، کندهار پوهنتون، د اطلاعاتو او کلتور رياست او ښاروالي رياست له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه، چي د دې سمينار په دايرولو کي ګاللي دي.د يادوني وړ ده، چي دا سمينار درې برخي درلودلې، لومړی برخه ئې د ويناوو، په دوهمه برخه کي ئې د طاهر اپريدي او درېيمه برخه کي ئې د ښاغلي دروېش دُراني پر تحقيقاتو او ادبي پنځونو ګڼي مقالې ولوستل سوې.

د سمينار د جرګې له خوا د پرېکړه ليک يوه مصوِده جوړه او د ګډونوالو له خوا تائيد سوه، چي په لاندي ډول ده.

  • پښتو دي په ټولو پښتني سيمو کي د تعليم، تحصيل، ادارې او رياست ژبه سي او ټول پښتانه سياستوال او ليکولان دي د دې چاري د عملي کېدو له پاره هلي ځلي وکړي.
  • په لر او بر کي د حقدارو ليکولانو پر ادبي خدمتونو دي دا ډول غونډي او سمينارونه جوړ سي، تر څو ټول پښتانه ئې له افکارو او پنځونو څخه خبر سي.
  • د بېلا بيلو سيمو په اکاډيمکو ادارو کي دي د نورو حقدارو ليکولانو لمانځغونډي دي هم جوړي سي، تر څو د لر او بر پښتنو تر منځ د دوستۍ او ورورولۍ فضاء نوره هم ټينګه سي.
  • په کندهار ولايت کي دي د دغو حقدارو ليکولانو په نوم ښوونځي يا علمي مرکزونه ونومول سي.

د دې علمي سمينار د مقالو د چاپ مالي لګښت د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست پر غاړه واخيست او غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.