د پوهنتون د محصلانو له پاره د معنوي ارزښتونو تر عنوان لاندي يو ورځنی سمينار

17 غویی, 1397

 

ياد سمينار د (۱۳۹۷ل) کال د غويي د مياشتي په (۱۶) نېټه د پوهنتون د غونډو په تالار کي د معنوي ارزښتونو د ترويج او نظم و ډسپلين د کمېټې له خوا سوو.د معنوي ارزښتونو د کېټې د رئيس پوهنمل نذير احمد قانع محصلانو ته په وينا کي وويل، چي معنوي صفات په شخصيت جوړونه کي ډېر مهم رول لري او د مسلکي زده کړي تر څنګ معنوي زده کړي ته هم ډېر پاملرنه وکړي ځکه په همدې کي زموږ او ستاسي کاميابي نغښتې ده.وروسته د پوهندوی ډاکټر محمد ذکريا اميرزاده له خوا د معنويت پر لور تر عنوان لاندي پريزينټېشن وړاندي سوو او نوموړي محصلان دې ته وهڅول، چي د دې ورکشاپ له محتواياتو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او دا زده کړي د خپلو نورو ملګرو سره هم شريکي کړي او د محصلانو څخه ئې غوښتنه وکړه، چي په داسي مهمو ورکشاپونو کي فعاله ګډون وکړي.