د پروموټ پروژې مسؤلينو د کندهار پوهنتون له رئيس سره وکتل

09 کب, 1396

 

د (۱۳۹۶ل) کال د کب مياشتي پر (۶) نېټه په کندهار کي د پروموټ پروژې د کابل څخه راغلي هئيت او د کندهار ولايت مسؤلينو د کندهار پوهنتون له رئيس دوکتور حضرت میر توتاخېل سره وکتل.توتاخېل دوی ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته د پوهنتون په اړه لنډ معلومات ورکړل وروسته د پوهنتون اړوند د خدماتي برخو په خاصه توګه د محصلانو له پاره، چي څومره امکانات اماده سوي او په هغه کي انجونو محصلانو ته خاص امتیازات ورکړل سوي او ورکول کیږي، فعلاً په کندهار پوهنتون کي د څلورو سوو تنو انجونو په شاو خوا کي په تحصل بوختي دي او د اته کلونو څخه را په دې خوا په پوهنتون کي د کار زده کړي او کار موندني مرکز پرانیستل سوی او په دې برخه کي ځوانو محصلانو او فارغانو ته خاص خدمات تر سره سوي دي او لا دوام لري.د پوهنون رئیس وویل، چي د پروموټ د پروژې له پاره د پوهنتون د ډېرو محدودو امکاناتو سره سره بیا هم د دې پروژې د کارمندانو له پاره یو مناسب ځای ورکړل سوی دئ.د دې په خاطر چي موږ په رشتیا سره انجونو او مېرمنو ته خدمت کړی وي باید د باثباته او دوامداره پروژو په اړه مو فکر کړی وي او په راتلونکي کي ئې هم وکړو پوهنتون حاضر دئ، ستاسو په پنځه برنامو کي، چي د مېرمنو په برخه کي ئې لري کاري مرسته وکړي، نه یوازي د روزني په برخه کي، بلکي د کار موندني په برخه کي هم پوهنتون خپل امکانات له تاسو نه سپموي په مقابل کي د پروموت مسؤلینو د منني تر څنګ په کندهار ولایت کي د ۱۴۰ تنو مېرمنو روزنه او له هغه وروسته پر کار ګمارنه کي د یاد شمېر  انجونو او مېرمنو په عملي زده کړه کي له کندهار پوهنتون څخه د همکاریو غوښتنه وکړه، فعلاً په پوهنتون کي تقريباً شل تنې انجوني په علمي زده کړو بوختي دي.د کندهار پوهنتون له خوا د جندر مسؤلي مدیرې او د کارموندني د مرکز آمر ورته معرفي او دوی ته دنده وسپارل سوه، چي د پروژې په برنامو کي هر اړخیزي هلي ځلي وکړي.