د پروموټ موسیسې د مرکزي دفتر له خوا د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو آمر ته ستاینلیک ورکړل سو

28 اکتوبر, 2019

 

د پروموټ موسیسې د مرکزي دفتر له خوا د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو آمر ته ستاینلیک ورکړل سو

نن یک شنبه د لړم د میاشتي ۵ نېټه په کندهار پوهنتون کښي د کندهار پوهنتون د بشري سرچینو آمر عطامحمد پوپل ته د پروموټ موسیسې د کندهار د دفتر له خوا د دوی په پروګرامونو کښي د منظم ګډون او فعاله ونډي اخیستو له کبله د USAID د مسؤل منظور سوی ستاینلیک د پروموټ موسیسې د عمومي مسؤل محمدنسیم جمالي له خوا په داسي حال کښي چي د کندهار د دفتر مسؤل نثاراحمد ازاد، د کندهارپوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق، د علمي چارو مرستیال پوهنمل شیرشاه رشاد، د پوهنتون یو شمېر استادان او د پوهنتون د جندر د څانګي مسؤله هم حاضره وه ورکول سو.