د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز له پاره نوی رئيس معرفي سو.

30 مارچ, 2019

 

د (۱۳۹۸ل.) کال د وري د مياشتي (۱۰) نېټه د کندهار پوهنتون د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز له پاره د کندهار پوهنتون د مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو او استادانو له خوا د ياد مرکز له پاره پوهنمل محمد اسلم حاذق، چي د دوی مقرري د دولت د عالي مقام څخه منظور سوې وه، خپلي دندي ته ور معرفي سو.حاذق د (۱۳۹۰ل)کال راهيسي د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځی د اوبو او چاپیریال څانګي رسمي استاد دئ، چي له دې وړاندي ئې په مختلفو انجنيري د فترونو کي دنده تر سره کړې ده، او د (۱۳۹۰ل)کال راهيسي په انجنيري پوهنځي کي په تدريس بوخت دئ. نوموړی د اوبو انجنيري او مديريت په برخه کي ماسټري لري.ښاغلی حاذق د پوهنځي د تدريس سره په څنګ کي، د پوهنتون او پوهنځی په کچه په بېلابیلو کمېټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیري دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کي مرسته او همکاري کړې ده.نوموړی خپلي نوي دندي ته ور وپېژندل سو او غوښتنه ځيني وسوه، چي د خپل وظيفوي مکلفيت په چوکاټ کي به د تدريس تر څنګ د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز په برخه کي د پخوانيو کړنو او لاسته راوړنو تر څنګ د وخت د غوښتني سره سم د خپلو چارو او پلانونو د تطبيق په برخه کي شپه او ورځ هلي ځلي کوي.د يادوني وړ ده، چي  پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د ۱۳۸۶ل.کال د غبرګولي د مياشتي پر اوومه نېټه د افغانستان د پخواني ولسمشر د ۱۲۹۰ فرمان له مخي د پاچاخان د عدم تشدد د فلسفې د ښه خپرېدا په موخه په کندهار پوهنتون کي منظور او د ۱۳۸۷ل.کال په تشکيل کي ځای پر ځای او په فعاليت ئې پيل وکئ.