د مهمو او اړينو معلوماتو د ساتني ورکشاپ

07 لړم, 1397

 

دا ورکشاپ د کندهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي د آمريت لخوا په  ( PDC )مرکز کي د ۱۳۹۷ل.کال د تلي د مياشتي پر (۲۵) نېټه داير سو.

د دې ورکشاپ  ټرينر احمد الله مړوند وويل د دې ورکشاپ اصلي موخه د هغه مهمو معلوماتو ساتنه ده، چي د اداري کارکوونکو له خوا په ډېر زحمت او ستړيا سره چمتو سوي دي.ښاغلی احمد الله مړوند وويل له دې ورکشاپ وروسته به ټول کارکوونکي وکولای سي، چي خپل کمپيوټران او اړين معلومات له هر ډول وايرس څخه وساتي او د اړتيا پر وخت له خپلو ساتل سوو معلوماتو څخه استفاده وکړي.د يادوني وړ ده، چي مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) هر وخت د پوهنتون د اداري او اکاډيميک پرسنل د ظرفيت لوړوني په موخه د مسلکي ادارو په همکاري دې ته ورته ورکشاپونه دايروي.