د معنوي ارزښتونو د ترويج او نظم و ډسپلين په اړه يو ورځنی سمينار

03 مرغومی, 1396

 

د (۱۳۹۶ل) کال د لېندي د مياشتي په (۳۰) نېټه په پوهنتون کي د معنوي ارزښتونو د ترويج او نظم و ډسپلين په اړه يو ورځنی سمينار داير سوو.

ياد سمينار په مرکزي لابراتوار کي د معنوي ارزښتونو او د ښه او مسلکي استاد د صفاتو تر عنوان لاندي د همدې کمېټې د رئيس پوهنمل انجنير نذير احمد قانع او د همدې کمېټي غړي پوهندوی ډاکټر محمد ذکريا اميرزاده له خوا د پوهنتون د ټولو پوهنځيو استادانو ته داير او وړاندي سوو.د معنوي ارزښتونو د کېټې د رئيس له استادانو وغوښتل، چي په خپل تدريس کي د محصلانو معنوي روزني ته زياته پاملرنه وکړي، تر څو وټولني ته مو د صبر، حوصلي او په نبوي اخلاقو سمبال کسان وړاندي کړي وي.همدارنګه د سمينار بل استاد پوهندوی ډاکټر محمد ذکريا اميرزاده له ګډونوالو څخه وغوښتل، چي معنوي امتيازاتو ته تر مادي امتيازاتو ترجيح ورکړي، ځکه په همدې کي هم د ټولني، پوهنتون، استاد او د محصل کاميابي نغښتې ده.د سمينار په پای کي ګډونوالو د سمينار له وړاندي کوونکو څخه د موضوع اړوند پوښتني وکړې او د هغوی له خوا جوابونه ور کړل سول.