د مشر استاد عبدالرحمن بابي د علمي هلو ځلو او ستړياوو په وياړ ستاينغونډه

23 غویی, 1397

 

کندهار پوهنتون د ۱۳۹۷ل.کال د غويي د مياشتي پر ۲۲ نېټه د مشر استاد او کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د رئيس استاد عبدالرحمن بابي د علمي هلو ځلو او ستړياوو په وياړ يوه پرتمينه غونډه دایره کړه. د ستايني او هڅوني په دې پرتمينه غونډه کي د رئيس جمهور سلاکار وزير او په ټولنيزو چارو کي د کندهار والي مرستيال حاجي آغالالی دستګري، د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو، د پوهني رياست اړوند د لېسو آمرينو، ګڼ شمېر محصلانو او  زده کوونکو او د استاد د بابي د کورنۍ غړو ګډون کړی وو، غونډه د قران کريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل سوه.د پوهنتون رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل د استاد عبدالرحمن بابي علمي هلي ځلي او ستړياوي وستايلې او زياته کړله، ژوندي قومونه ژوندي شخصيتونه لمانځي.توتاخېل وويل، چي دا ډول ستاینغونډي به له یوې خوا زموږ د یادو علمي او فرهنګي شخصیتونو د درناوي او تشویق تر څنګ د هیواد نوی نسل او ځوانان هم وهڅوي تر څو د خپلو هیوادوالو او هيواد په خدمت کي لا نوي ګامونه واخلي او دا ورته جوته کړي چي خلګ او ولس د دوی کار او زیار څاري او د هیواد د تاریخ حافظې ته ئې سپاري.د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد وويل، استاد بابي د خپل ژوند زياته برخه د دې هيواد د اولاد په روزنه او تربيه کي تېره کړې ده، چي دا هېواد او په خاص ډول کندهار پوهنتون به د استاد دا ستړياوي او زحمتونه هيڅکله هير نه کړي. استاد د نورو بوختياوو په څنګ کي د هيواد د پوهني او خصوصي پوهنتونو د پرمختګ له پاره ښه پلانونه درلودل او نيکي مشورې ورکړي دي.  د کندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځی مرستيال او د بيولوژي څانګي استاد پوهنيار خادم حسين سعيدي له خوا د بابي صاحب په اړه معلومات په يو پريزينټېشن کي وړاندي کړل.نوموړي وويل الحاج عبد الرحمن بابی د حاجي غلام حیدر بابي زوی او د حاجي عبدالله لمسی په ۱۳۲۶ل.کال کي د کندهار د څلرمي ناحئې د باميزو په کوڅه کي د بابیانو په منوره کورنۍ کي زېږېدلی دئ.لومړنۍ زدکړي ئې د کندهار  ښار د کهندل خان په جامع (موی مبارک) مسجد کي سرته رسولي او په ۱۳۴۸ل.کال د احمد شاه بابا د عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ سوی، په ۱۳۵۳ل.کال کي د کندهار د عالي دارالمعلمین د فزیک او ریاضي د څانګې څخه فارغ او په ۱۳۵۵ل.کال د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی د ښووني او روزني پوهنځی د فزیک او ریاضي څانګه په برياليتوب سره پای ته ورسوله او په ۱۳۵۵ل.کال کي د کندهار د احمد شاه بابا په عالي لېسه کي د فزيک او رياضي د ښوونکي په صفت مقرر، په ۱۳۵۷ل.کال کي د کندهار په عالي دارالعملمين کي د فزيک او رياضي د استاد په توګه مقرر او په ۱۳۸۱ل.کال کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د تاسيس سره سم د ياد پوهنځی د استاد او رئيس په صفت وګمارل سو.د کندهار پوهنتون سره په دې شپاړس کلنه دوره کي استاد بابي د خپل پوهنځي د تدريس او اداري چارو تر څنګ د کرهڼي، انجنيري او طب پوهنځی د رياضياتو درسونه هم مخته بیول او د کندهار پوهنتون د شوراګانو او کمېټو فعاله غړی پاته سوی دئ.استاد بابی په ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کلونو کي د لوړوه زدکړو وزارت د HEP موسيسې په ميتودیکي او ساینسي سمينارونو کي فعاله برخه اخيستې او حتی د ساينس په برخه کي ئې په خپله د نورو پوهنتونونو د استادانو له پاره د ترينر تر حده ځان رسولی وو. تر اوسه پوري ئې لاندي اثار ټولني ته ډالۍ کړي دي.

۱)د فزیک د تجربو لارښود  ۲) اناليز ریاضي I  او  ۳) اناليز ریاضي II

تر چاب لاندي کتابونه ئې عبارت دي له .

۱)برق او مقناطیس او  ۲) حرارت