د مامورينو د اړيکو درې ورځنی ورکشاپ

30 اپرېل, 2019

 

دا ورکشاپ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) لخوا د ۱۳۹۸ل.کال د غويي د مياشتي پر (۹) نېټه پیل او د دې مياشتي تر (۱۱) نېټې پوري به دوام ولري.

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) مسؤل پوهنيار سيد احمد محبوبي وويل د دې ورکشاپ ګډونوال د کندهار پوهنتون د پنځم بست مامورين دي او ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونيت په مالي مرسته په لاره اچول سوی دئ.ښاغلي محبوبي وويل د دې ورکشاپ اصلي موخه د اداري کارمندانو په کارونو کي د همږغي رامنځته کول دي، تر څو پر اساس ئې په اداري کارونو کي نور هم ښه والي او بهتر والی راسي.د يادوني وړ ده، چي د هري ورځي په پای کي د ګډونوالو له خوا ګروپي کارونه هم تر سره کيږي او د ورکشاپ په پای کي به ګډونوالو ته تصديق پاڼي هم ورکړل سي.دا په روان کال کي د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) لومړی ورکشاپ دئ، چي د کندهار پوهنتون د اداري کارمندانو له پاره دايريږي.