د مالي مديريت څلور ورځنی ورکشاپ پیل سو

29 جولای, 2019

 

دا ورکشاپ د ۱۳۹۸ل. کال د زمري میاشتي پر ۶ نېټه د افغاني سرې مياشتي له خوا د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) په همکاري په دولتي ادارو کي د مالي برخي د کارکوونکو له پاره جوړ سو.په دې ورکشاپ کي د افغاني سرې مياشتي د سهيلي حوزې ساحوي رئيس احمد جاويد نېکزاد، د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئيس، استادانو، د کابل څخه راغلو مېلمنو او د نورو ولاياتو د مالي برخي کارکوونکو ګډون کړی وو.د افغاني سرې مياشتي د سهيلي حوزې ساحوي رئيس احمد جاويد نېکزاد د کندهار پوهنتون له رهبري څخه مننه وکړه، چي د ورکشاپ د ځای او نور تجهيزاتو په اماده کولو کي ئې له دوی سره مرسته او همکاري کړې ده او د ورکشاپ له ګډونوالو څخه ئې د فعاله ګډون غوښتنه وکړه.د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغاني سرې مياشتي د سهيلي حوزې له ساحوي رئيس احمد جاويد نېکزاد او د هغه له کاري ټېم څخه ئې د دې با ارزښته ورکشاپ د جوړېدو په مناسبت مننه وکړه او زياته ئې کړه، چي کندهار پوهنتون هڅه کوي تر څو د ټولني د غوښتني مطابق خدمتونه وړاندي او د خپلو خدمتونو په اړه د عام اولس نظرونه هم راټول کړي، تر څو په خپلو خدمتونو کي نوښتونه او ابتکارات رامنځ ته کړي.شېر اغا عرفان وويل دا څلور ورځنی ورکشاپ د افغاني سرې مياشتي د مالي چارو د رياست له خوا په ادارو کي د مالي برخو د کارمندانو د ظرفيت لوړولو په موخه دايريږي، چي د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي درې تنه استادان د مختلفو موضوعاتو په اړه خپل چمتو سوي معلومات له ګډونوالو سره شريکوي.تر پرانیستونکو ویناوو وروسته د ورکشاپ عملي برخه پېل سوه.پاته دي نه وي، چي نوموړی ورکشاپ به د )۱۳۹۸ل.)کال د زمري د میاشتي تر ۹ نېټې پوري دوام ولري.