د لیسنسونو (License) د توزېع غونډه

14 وری, 1397

کندهار پوهنتون د کارموندني آمريت د محصلانو د ظرفیت لوړووني په موخه مختلف پروګرامونه او برنامې په کار اچوي، چي په همدې منظور د کارموندني مرکز په نوښت او د ترافیکو د مديريت په همکارۍ د پوهنتون د استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو له پاره د ترافیکي اصولو د زده کړي کورس د ۱۳۹۶ل.کال د دلو په میاشتي کي د (۱۲۲) تنو له پاره داير سوی وو، چي د عملي او نظري ازمويني وروسته (۵۳) تنه په کښي بریالي سول.د یاد کورس د لیسنسونو توزېع غونډه د ۱۳۹۷ل.کال د وري میاشتي پر (۱۲) نېټه د کارموندني مرکز د غونډو په تالار کي دايره سوه، چي بریاليو کسانو ته د پوهنتون د رئيس دوکتور حضرت مير توتاخېل او د ترافيکو د مدير سمونوال محمد الله خان په لاس لیسنسونه ورکړل سول.