د لوړو زده کړو وزیر او ور سره پلاوي د کندهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه

12 وری, 1397

 

د ۱۳۹۷ل.کال د وري د مياشتي پر (۱۱) نېټه د لوړو زده کړو وزیر پوهنمل ډاکتر نجيب الله خواجه عمري، علمي مُعين پوهنمل عبدالتواب بالاکزي، د کندهار والي ځلمي ويسا، په ټولنيزو چارو کي د والي مرستيال او د رئيس جمهور سلاکار وزير حاجي آغالالی دستګري، د کندهار ولايت د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلی او د کابل څخه راغلي پلاوي د کندهار پوهنتون له مسؤلينو سره د يوې غونډي پر مهال وکتل.په پیل کي د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخېل ښاغلي وزير صاحب او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د کندهار پوهنتون د پرمختګونو، له نړیوالو پوهنتونونو سره د اړیکو او د هغوی په مرسته د ځینو څانګو د فعالولویادونه وکړه.نوموړي وویل، کندهار پوهنتون يو ملي پوهنتون دئ، چي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو استادان او ۳۴ ولایتونو محصلان په کي په تدریس او تحصیل بوخت دي.افغانستان د کندهار پوهنتون د اوبو او چاپیریال څانګي له برکته وکولای سوای، چي د اوبو د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.توتاخېل وويل، کندهار پوهنتون مجهز لابراتوار، مرکزي کتابتون، کرهنیز فارم، د کارموندني مرکز، پاچاخان علمي څېړنيز مرکز او کادري روغتون لري، چي په کادري روغتون کي د محصلانو د عملي کارونو ترڅنګ د هېوادوالو درمنله هم پکښي کيږي.ډاکټر حضرت میر توتاخېل د تدريسي او کادري روغتون ودانیو، د تشکيل لږوالی، د عينو مېني د کمپس، د ماسټر پلان لانجه، د نجونو د لېليې ودانۍ، د تخنيکي مهرانو ارزونه او استادانو ته د مسلکي روزني د اسانتیاو برابرولو ته د زیاتي پاملرني وړاندیزونه وکړل.د لوړو زده کړو وزير وويل کندهار تاريخي ولايت دئ او د پام وړ موقف لري.ښاغلي عمري د کندهار پوهنتون له چارواکو سره د دې پوهنتون له بيلابيلو څانګو څخه دليدني پر مهال د هغوی له هڅو په قدر داني یادونه وکړه او ژمنه ئې وکړه ، چي کندهاري ځوانانو ته به د تحصیل غوره زمينې او امکانات برابر وي.د غونډي وروسته د کندهار پوهنتون د غونډو د تالار  او د طب پوهنځي په کمپس کي د تدريسي بلاک پرانسته وسوه.