د لوړو زده کړو وزارت علمي مُعين او ور سره پلاوي د کندهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه

06 اکتوبر, 2018

 

د ۱۳۹۷ل.کال د تلي د مياشتي پر (۱۲) نېټه د لوړو زده کړو وزارت علمي مُعين پوهنمل عبدالتواب بالاکزي، د کندهار والي ارکان حرب تورن جنرال ځلمي ويسا د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ د پروګرام مسؤل ډاکټر حبيب الله وجدي او د کابل څخه راغلي پلاوي د کندهار پوهنتون له مسؤلينو سره وکتل.پورتنيو مېلمنو د کندهار پوهنتون د انجينري پوهنځي د انرژي څانګي د لومړۍ دورې په فراغت غونډه کي د ګډون ترڅنګه د کېفيت د لوړاوي د داخلي يونيټ، د مسلکي او پرمختيايي مرکز (PDC) او په کرهڼي پوهنځی کي د کرهڼيزي سوداګري د مديريت د څانګي پرانستنه هم وکړه.ښاغلي بالاکزي د کندهار پوهنتون د مشرتابه نه ستړي کېدونکي هلي ځلي د ستايلو وړ وبللې او زياته ئې کړ، چي په پوهنتونونو کي بايد داسي څانګي او رشتې ايجاد سي، چي افغانۍ ټولنه ورته اړتيا لري او کندهار پوهنتون دا اصل په پوره دقت او پاملرني سره عملي کړی دئ، چي په انجينري پوهنځی د انرژي څانګه، په کرهڼي پوهنځی کي  د کرهڼيزي سوداګري د مديريت څانګه، د کېفيت د لوړاوي داخلي يونيټ او مسلکي او پرمختيايي مرکز (PDC) ئې د نمونې په ډول يادولای سو.نوموړي د( USWDP) يا د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ له ادارې، د امريکا د نړۍوالي ادارې(USAID) او د امريکا د پوردو پوهنتون له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چي د لوړو زده کړو وزارت او کندهار پوهنتون سره تل مرسته او همکاري کړې ده.په دغه ماپښين ښاغلي بالاکزي د کندهار پوهنتون د ستونزو او مشکلاتو د اورېدو په خاطر د پوهنتون په علمي شورا او د طب پوهنځي د استادانو په غونډه کي هم ګډون وکړ او د پوهنتون د رئيس، د مرستيالانو، د پوهنځيو د رئيسانو او استادانو ستونزي او مشکلات ئې په ډېر غور سره وا ورېدل او هغوي ته ئې د حل لارو د موندني ژمنه وکړه او يو ځل بيا ئې کندهار پوهنتون ته د کېفيت د لوړاوي په پروسه کي د پنځه کلن اکاډيميک اعتبار د تر لاسه کولو مبارکي وويل او د پوهنتون فعاليتونه ئې د ستايني وړ وبلل.