د لوړو زده کړو وزارت د مقام د تحریراتو آمر اوراښاد رحیم الله مخلص هوتک د ناڅاپي مړیني په مناسبت د کندهار پوهنتون د علمي او اداري ملګرو خواخوږي.

11 مې, 2020

 

پرون د غويي د میاشتني پر ۲۱ د لوړو زده کړو وزارت د یو ډېر مخلص، ارادتمند او خواریکښ همکار په ناڅاپي مړیني د کندهار پوهنتون ټول علمي او اداري کارکوونکي په ډیري خواشینۍ سره خبر سول اناالله و انا الیه راجعون!د کندهار مشرتابه، ټول علمي او اداري کارکوونکي د ارواښاد رحیم الله مخلص هوتک دا ناببره مړینه د وزارت په اداري نظام کي یوه ضایعه ګڼي او د لوړو زده کړو وزارت له محترم مشرتابه او ټول کارکوونکو سره خپله خواخوږي ښکاره کوي او د ارواښاد مخلص د کورنۍ غړو ته د زړه صبر او اجر عظیم د سپېڅلي څښتن (ج) له لوی درباره څخه ورته استدعا کوي.د کندهار پوهنتون مشرتابه او ټوله علمي- اداري کړۍ