د علمي پروګرامونو د بياکتني (Academic Program Review) يو ورځنی ورکشاپ

06 اګست, 2018

 

د (APR) يو ورځنی ورکشاپ د کندهار پوهنتون د ( PDC ) د مرکز او د کېفيت د لوړاوي د امريت لخوا د پوهنتون د اړوند پوهنځيو د رئيسانو ، مرستيالانو او څانګو د امرينو له پاره د يک شنبې په ورځ د زمري د مياشتي پر (۱۴) نېټه د سهار پر (۸:۳۰) بجو پېل سوو. د ورکشاپ پرانيستونکې وينا د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد وکړه.نوموړي وويل، د کېفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوني پروسه، چي د بریټش کونسل (British council) په مرسته په(Partners in Academic Learning) پروګرام کي له (۲۰۱۱م)کال څخه راپیل سوې ده، د هيواد ټول پوهنتونونه په دې پروسه کي د ښه مقام د لاسته راوړولو له پاره هلي ځلي او کوښښونه کوي او د خوشحالي ځای دئ، چي کندهار پوهنتون هم په دې پروسه کي شامل دئ، چي په دوهم پړاو کي ئې لومړی مقام ګټلی او دريم پړاو کي ارزيابي سوی دئ، چي نتيجه به ئې ژر له وزارت څخه راولېږل سي.د (Partners in Academic Learning 5) تر نامه لاندي د افغانستان په پوهنتونونو کي د علمي پروګرامونو، کلنۍ څارني او پنځه کلنۍ بیا کتني د کمېټې لخوا د علمي پروګرامونو، کلنۍ څارني او پنځه کلنۍ بیا کتني د پالیسۍ په رڼا کي به د کندهار پوهنتون اړوند څانګي وارزول سي او ارزوني دا پروسه په (۲۰۱۷م)کال د اګسټ په مياشت کي پيل سوې ده.ښاغلي رشاد د پوهنځيو او څانګو د مسؤلينو څخه وغوښتل، چي د (۲۰۱۸م)کال د سپټمبر تر (۲۱) نېټې پوري د کلنۍ څارني او پنځه کلنۍ بیا کتني له پاره خپلي چاري بشپړي او خپل پلانونه او راپورونه د پوهنتون د کېفيت د لوړاوي له آمريت سره شريک کړي او په ورکشاپ کي ئې پر عملي کار ټينګار وکړ.د اقتصاد پوهنځی استاد او د کېفيت د لوړاوي آمر پوهنيار عبدالاحد زاهد د علمي پروګرامونو د بياکتني (APR) د هدف په اړه وويل، چي د علمي پروګرامونو د بياکتني څخه هدف د علمي پروګرامونو د مؤثره ارائې او د محصلانو له پاره د نوښتونو زمينه برابرول دي.وروسته د ورکشاپ نظري او عملي برخه د دو ټرېنرانو ( د کرهڼي پوهنخی استاد پوهنمل سلطان محمد سيرت او د انجينري پوهنځی استاد نعمان الکو) له خوا پيل سوه.