د عامه او خصوصي مشارکت په اړه د کندهار پوهنتون او ملي سوداګرو غونډه

16 غویی, 1397

 

د ۱۳۹۷ل. د غويي میاشتي پر ۱۵ نېټه د سوداګرۍ خوني رياست د غونډو په تالار کي د کندهار پوهنتون او ملي سوداګرو تر منځ د عامه او خصوصي مشارکت په اړه پرتمينه غونډه دايره سوه.په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر ملي سوداګرو ګډون کړی وو، غونډه د قران کريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل سوه.د پوهنتون رئيس ښاغلي دوکتور حضرت مير توتاخېل ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د اهدافو او راتلوونکو پلانونو په اړه پوره معلومات وړاندي کړل او زيات ئې کړل، چي د پوهنتون دنده يوازي د محصل روزل نه بلکي په ټولنه کي د سته ستونزو درک او په له منځه وړلو کي ئې کوښښ کول هم د پوهنتون دنده ده.توتاخېل د ملي سوداګرو او د خصوصي شرکتونو له مسؤلينو څخه د هر راز همکاري د غوښتني تر څنګه د ګډ کار وړانديز هم وکړ.د مالي وزارت د عامه او خصوصي سکتور د مشارکت د رياست مسؤل عبدالحکيم حکيمي د عامه خصوصي سکتور د مشارکت د پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات د ګډونوالو سره شريک کړل. نوموړي زيات کړل، چي د کابل تر څلورو پوهنتونونو وروسته د ولاياتو څلورو لويو پوهنتونونو ته مالي خپلواکي ورکړل سوه او په دې څلورو پوهنتونونو کي کندهار پوهنتون هم شامل دئ.چي یاد پروګرام له لاري د ملي سوداګرو، خصوصي شرکتونو او کندهار پوهنتون له پاره د ګډ کار ښه زمينه برابره سوه.ملي سوداګر او پوهنتون بايد له دې لاري د خپلو اولس خدمت وکړي.د کندهار پوهنتون، د اقتصاد پوهنځی د رئيس پوهنمل محمد هاشم د قيق له خوا د پوهنتون پېژندني او په پوهنتون کي د شته پروژو په اړه معلومات د يو پريزينټېشن په واسطه وړاندي سول.ملي سوداګرو او د خصوصي شرکتونو مسؤلينو هم په خپل واره سره خبري وکړې او د پوهنتون سره د هر راز همکاريو وعدې وکړې او د پوهنتون مسؤلينو ته ئې خپلي غوښتني او پيشنهادونه واورول.د غونډي په پای کي د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد د پوهنتون په استازيتوب خبري وکړې او زياته ئې کړ، هغه پوهنتون به ډېر بريالی وي، چي د ټولني اړتياوي تشخيص او د حل لاري چاري ئې په ډېر تدبير سره وسنجوي، ستاسو پيشنهادونه موږ په غور سره واوريدل او هيله لرم، چي د ګډ کار دا لړۍ به نوره هم سره پالو.
د غرمې پر دوولس بجې غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.