د سږو د ناروغیو د پرمختللي درملني نړیوال سمپوزیم

11 مرغومی, 1396

 

دا سمپوزیم د لبنان هیواد په پلازمینه، بیروت ښار کی، تر ( Advanced Clinical Management of Asthma & COPD)  سرلیک لاندی د دوو ورځو ( ډيسمبر ۶ او ۷ ) له پاره دایر سو.په نوموړی سمپوزیم کي د بیلو هیوادونو څخه ګډون کونکو شتون درلود، چي د افغانستان څخه هم ۴ تنو ګډون کړي وو، چي يو په هغو کي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی استاد پوهاند ډاکتر عبدالواحد وثیق وو، چي د کندهار پوهنتون نمائيندګي ئې کول.په دې سمپوزیم کي ښاغلي وثيق د پوهنتون پر لنډي پیژندني برسیره دوه څیړنیز پریزنټیشنونه، چي د طب پوهنځۍ د داخله څانګي له خوا تر سره سوي ول ارایه او د ګډونوالو سره شریک کړل.

۱- Brief Introduction of Kandahar University and achievements

۲- Prevalence of Chronic Bronchitis according to age, Gender, occupation, and residency in Kandahar  

۳- Prevalence of COPD among in-patients in Teaching Hospital of Kandahar University