د سولي د مفکورې د پياوړتيا له پاره د کندهار پوهنتون او USIP د ګډ کار او ملګرتيا پيلامه

06 وری, 1397

 

د )۱۳۹۷ل.) کال د وري میاشتي پر (۵) نېټه د متحده ايالاتو د سولي د انسټيټيوټ (USIP) مسؤلينو د کندهار پوهنتون د مشرتابه سره د يوې غونډي پر مهال وکتلپه دې غونډه کي د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل فيض الله قاضي زاده د پوهنځيو رئيسانو او استادانو ، اداري کارمندانو، يو شمېر محصلانو او د کابل څخه راغلي پلاوي ګډون کړی وو.د غونډي په پيل کي د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد د دې لړۍ پر ارزښت خبري وکړې.نوموړي وويل د پوهنتون او USIP د ګډ کار او ملګرتيا څخه اصلي هدف دا دئ، چي د سولي د مفکورې د پياوړتيا، د سولي او شخړو د مخنيوي اړوند د ګډو او ښو څېړنو له پاره زمينه برابره سي او تر څنګ ئې ځلميان د رښتني سولي په مفهوم او ارزښت پوه سي.د USIP مشر ښاغلي شاه محمود مياخېل په خپل وار سره د پوهنتون له همکاريو څخه مننه وکړه او زياته ئې کړه، چي د افغانستان په پنځو لويو پوهنتونونو کي د سولي په نامه دوه کريډيته مضمون د تدريس لړۍ پېل سوې ده او غواړي، چي دا لړۍ په کندهار پوهنتون کي هم پېل سي.نوموړي په خپلو غوښتنو او پشنهادونو کي د سولي په اړه د محصل پر ذهنيت جوړولو ، د مسؤليت او وجائبو پر درک او د سولي په باره کي پر عملي کار ټينګار وکړ.د غونډي په پای کي د راغلي پلاوي له خوا د سولي، د پوهنتون او د باچا خان څېړنيز مرکز د غړو له خوا د مرکز د پېژندني په اړه يو پريزينټېشن وړاندي سوو.