د ستراتيژيک پلان تر عنوان لاندي څلور ورځنی ورکشاپ

05 مارچ, 2019

 

د ۱۳۹۷ل.کال د کب د مياشتي پر(۱۳)نېټه د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) لخوا د ستراتيژيک پلان تر عنوان لاندي څلور ورځنی ورکشاپ پېل سوو.

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) مسؤل پوهنيار سيد احمد محبوبي وويل د دې ورکشاپ ګډونوال د کندهار پوهنتون د اړوند پوهنځيو استادان او اداري کارمندان دي او د ورکشاپ ټرېنران د کندهار پوهنتون هغه استادان دي، چي د علمي پروګرامونو د ارزوني غړيتوب لري، چي د ورکشاپ د ګډنوالو سره به د ارزوني تجربې هم شريکي کړي.د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل شیر شاه رشاد وويل ستراتيژيک پلان په اداره کي ډېر مهم رول لري، ځکه نوموړی پلان د پنځو کلنو له پاره وي او د کندهار پوهنتون اوسنی ستراتيژيک پلان، چي د (۱۳۹۶ل.کال څخه تر ۱۴۰۰ل.کال) پوري دئ، په جوړونه کي ئې د کندهار پوهنتون ټول پرسونل برخه اخيستې ده او دا پلان د کندهار پوهنتون ستراتيژيکو ټکو ته په کتو سره جوړ سوی دئ.وروسته د ورکشاپ علمي برخه پيل سوه.د يادوني وړ ده، چي دا ورکشاپ به د (۱۳۹۷ل.)کال د کب د مياشتي تر (۱۶) نېټه پوري به دوام ولري.