د دهلي بند د ظرفیت لوړوني د پروژې په موخه د کندهار ولایت مقام، کندهار پوهنتون او د کندهار د کرهڼیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون ګډه غونډه

28 اکتوبر, 2019

 

نن دو شنبه د لړم د میاشتي ۶ نېټه په کندهار ولایت مقام کي د کندهار پوهنتون، د کندهار د کرهڼیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون او ولایت مقام په ګډه همکارۍ سره د دهلې بند د ظرفیت لوړوني غونډه په داسي حال کښي چي د کرهڼي او پراختیا په چارو کښي د ولسمشر ستر سلاکار حامد هلمندي هم حضور درلود جوړه سوه.په ذکر سوې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق، د کرهڼیزو علومو او ټکنالوجي د ملي پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخیل، د بیلا، بیلو ریاستونو رئیسانو او د کندهار پوهنتون د بیلا،بیلو پوهنځيو رئیسانو او یو شمېر محصلانو ګډون درلود.د غونډي په پیل کښي د کندهار والي حیات الله حیات د غونډي د معرفي او ارزښت بیانولو تر څنګ د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي د دهلې بند د پروژې تر څنګ به یو شمېر نوري پروژې هم په کندهار ولایت کښي عملي سي، تر دې وروسته د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلي هلمندي هم د کرهڼیزو عملي څېړنو پر اهمیت او د پوهنتونونو او کرهڼیز سکټور تر منځ  پر همږغۍ او رابطې جوړولو باندي بحث وکړ او د پوهنتون څخه یې غوښتنه وکړه چي د کرهڼي پوهنځي او اړوند برخي دي په ذکر سویو برخو کښي خپله همکاري همداسي جاري وساتي.د کرهڼیزو علومو د ملي پوهنتون رئیس ښاغلي توتاخیل د ملي پوهنتون د معرفي تر څنګ د پوهنتونونو او زراعتي سکتور تر منځ د همږغۍ پر لارو چارو باندي خبري وکړې او همدا رنګه د کندهار پوهنتون عمومي رئیس پوهاند وثیق په کرهڼه او اړوند موضوعاتو کښي د هر اړخیزه همکارۍ د ژمني تر څنګ په پوهنتونونو کښي د کرهڼي د عملي څېړنو پر اهمیت باندي خبري وکړې او زیاته یې کړه چي کندهار پوهنتون هر وخت همکاري کولو ته چمتو دی، له دې سره سم د پوهنتون د کرهڼي پوهنځي رئیس د محلي کرهڼیزو ستونزو د څېړنو پر اهمیت بحث وکړ  او  د اقتصاد پوهنځي رئیس د زراعتي محصولات د لوړاوي او بې کارۍ د له منځه وړلو په اړه پرزنټشن وړاندي کړ.په پای کي د غونډي ګډونوالو د پوښتنو تر ځوابیدو وروسته غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.