د خپلواکۍ د سلمي کليزي درشل ته د غازي امان الله شاه پر ژوند، شخصيت او سياسي دوره باندي علمي غونډه جوړه سوه

17 اګست, 2019

 

د ۱۳۹۸ل. کال د زمري میاشتي پر ۱۷ نېټه کندهار پوهنتون د ولايت مقام په همکاري د خپلواکۍ د سلمي کليزي درشل ته د غازي امان الله شاه پر ژوند، شخصيت او سياسي دوره باندي علمي غونډه جوړه کړه.په دې غونډه کي د کندهار والي حيات الله حيات، د ولايت مقام مالي او اداري مرستيال عبدالحنان منيب، د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق، علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد، مالي او اداري مرستيال پوهنمل نذير احمد قانع، د پوهنځيو رئيسانو، د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو، د ښوونځیو استادانو، ولايتي شورا استازو، د کندهار ولايت د سکتوري ادارو مسؤلينو او دیني علماوو ګډون کړی وو.د کندهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق د غونډي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هيواد د خپلواکۍ د سلمي کليزي په مناست مبارکي وويل او زياته ئې کړه، چي خپلواکي په زور اخیستل کېږي، خو د ساتني له پاره علم او پوهي ته سخته اړتيا سته، نو په همدې خاطر غازي امان الله شاه د خپلي واکمنۍ پر مهال ښووني او روزني ته زياته پاملرنه کول.ښاغلي وثيق ټینګار وکړ، چي ځوانان بايد د علم په ګاڼه ځانونه سمبال کړي او د غازي امان الله شاه د فکر په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړي او د ازادۍ په ارزښت ځان پوه کړي.
د کندهار والي حيات الله حيات هم د غوڼدي د ګډونوالو څخه مننه وکړه، چي په دې ارزښتمند غونډه کي ئې په ډېري لېوالتيا سره ګډون کړی دئ او د دې په څنګ کي ئې د غازي امان الله شاه د ژوند او واکمنۍ په اړه ئې لنډ معلومات شريک کړل.ښاغلي حيات وويل غازي امان الله شاه د ټولو کارونو له پاره ځان مسؤل ګاڼه نو په هم دې خاطر ئې د افغانستان له پاره ډېر ابتکارات کړي دي - لکه د اساسي قانون جوړول، په ټول هيواد کي د مجلو، اخبارونو او رسمي جريدو چاپېدل او نشرول، د ښه ادري سيسټم له پاره د پنځوسو په شا وخوا کي نظام نامې جوړول. د غونډي په علمي برخه کي د کندهار پوهنتون د استادانو له خوا د ازادۍ د ورځي او د غازي امان الله شاه په اړه علمي مقالې ولوستلې او ټولو استادانو په خپلو مقالو کي وويل، چي غازي امان الله خان له انګریزانو د خپلواکۍ تر اخیستني وروسته، د هيواد د پرمختګ او د ټولني د پياوړتيا او د عصري کولو په برخه کي ډېر کار کړی دئ، چي په دې لړ کي د حکومتي سيسټم د منظموالي او پياوړتيا ترڅنګ، د بشري او ټولنيزو ازاديو له پاره ئې هم د پام وړ ګامونه اخيستي دي.د غونډي په پای کي د مقالو ويونکو له خوا د غونډي د ګډنوالو هغو پوښتنو ته جوابونه وويل، چي د غازي امان الله شاه او د هغه د واکمنۍ په اړه ئې درلودلې.د مقالو تر څنګ په غونډه کي د غازي امان الله شاه په اړه يو مستند فلم، چي د غازي امان الله شاه او د دوئ د سیاسي دورې په اړه ډېر نادره عکسونه او د هغه وخت ویډیوګاني پکښي را ټولي سوي وې، د لیکوال او څېړونکي سیف لودين له خوا نندارې ته وړاندي سو.