د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو د ریاست خبرتیا

13 وږی, 1397

 

ټولو ګرانو هیوادوالو ته خبر ورکول کيږي چي د لوړو زده کړو وزارت یوازي په کابل اوننګرهارولایتونو (جلال آباد ښار)کې د سپین غر د لوړو زده کړو موسسې ته د فعالیت جواز ورکړی.د دې نهاد فعالیتونه د افغانستان په نورو ولایتونو کې په ځانګړي توګه په خوست ولایت کې غیرقانوني او د اصولو خلاف دي.او همدارنګه کوم نهاد چې د (اسلامي پوهنتون )تر نامه لاندې په کابل او د هیواد په بعضې ولایتونو کې فعالیت کوي غيري قانوني او يوازې د اصولو له مخې يې په اړوندو ادارو کې اسناد تر مطالعه لاندې نیول شوي او هیڅ ډول اجازه لیک د(اسلامي پوهنتون)تر نامه لاندې نه دی صادر شوی نو په همدې اساس يې تبلیغ کول،جذب،او تدریس د جواز د تر لاسه کولو پورې د اعتبار وړ نه دي.