د جنډر او ټولنيزو مسؤليتونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ

19 نوومبر, 2018

 

د (۱۳۹۷ل) کال د لړم د مياشتي پر (۲۷) نېټه د کندهار پوهنتون د جنډر عمومي مديريت، د کندهار ولايت د ښځو چارو د رياست او عدالت د ټولو له پاره د موسيسې په همکارۍ د پوهنتون د څلورم ټولګۍ محصلانو ته د جنډر او ټولنيزو مسؤليتونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ داير سو.د کندهار پوهنتون د جنډر مسؤلي وويل په دې دوه ورځني ورکشاپ کي به د جنډر او ټولنيزو مسؤليتونو په اړه به بشپړ معلومات د ګډونوالو سره شريک سي.دا ورکشاپ د(۱۳۹۷ل) کال د لړم د مياشتي پر (۲۷) نېټه پېل او د (۱۳۹۷ل) کال د لړم د مياشتي پر(۲۸) نېټه پای ته ورسيږي.