د جنډر او بشري حقوقو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ

02 دسمبر, 2018

 

د (۱۳۹۷ل) کال د لېندۍ د مياشتي پر (۷) نېټه د کندهار پوهنتون د جنډر عمومي مديريت، د کندهار ولايت د ښځو چارو د رياست او عدالت د ټولو له پاره د موسيسې په همکارۍ د پوهنتون د څلورم ټولګۍ محصلانو ته د جنډر او بشري حقوقو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ داير سو.د کندهار پوهنتون د جنډر مسؤلي وويل په دې دوه ورځني ورکشاپ کي به د جنډر، بشري حقوقو، د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي، په نړیوالو کنوانسيونو کي د ښځو اساسي حقوقو او په داخلي قوانيونو کي د ښځو اساسي حقوقو په اړه به بشپړ معلومات د ګډونوالو سره شريک سي.دا ورکشاپ د (۱۳۹۷ل) کال د لېندۍ د مياشتي پر (۷) نېټه پېل او د (۱۳۹۷ل) کال د لېندۍ د مياشتي پر(۸) نېټه پای ته ورسېدئ.د يادوني وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د جنډر عمومي مديريت تل د ښځو د ستونزو او مشکلاتو د مخنيوي په اړه دا ډول مهم او اړين ورکشاپونه دايروي او نوموړی مديريت همېشه په پوهنتون کي د ښځينه محصلانو ستونزو ته د حل لارو په لټه کي وي.