د جنډر او بشري حقوقو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ

13 لړم, 1397

 

د (۱۳۹۷ل) کال د لړم د مياشتي پر (۲) نېټه د کندهار پوهنتون د جنډر عمومي مديريت، د کندهار ولايت د ښځو چارو د رياست او عدالت د ټولو له پاره د موسيسې په همکارۍ د پوهنتون د څلورم ټولګۍ محصلانو ته د جنډر او بشري حقوقو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ داير سو.د کندهار پوهنتون د جنډر مسؤلي وويل په دې دوه ورځني ورکشاپ کي به د جنډر، بشري حقوقو، د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي، په نړۍوالو کنوانسيونو کي د ښځو اساسي حقوقو او په داخلي قوانيونو کي د ښځو اساسي حقوقو په اړه به بشپړ معلومات د ګډونوالو سره شريک سي. دا ورکشاپ د (۱۳۹۷ل) کال د لړم د مياشتي پر (۲) نېټه پېل او د (۱۳۹۷ل) کال د لړم د مياشتي پر (۳) نېټه پای ته ورسېدئ.