د بيان د آزادۍ د نړۍ والي ورځي لمانځغونډه

07 مې, 2019

 

د مې درېيمه يا د مطبوعاتو نړۍواله ورځ په لومړي ځل په ۱۹۹۱ میلادي کال کي د يونسکو د کنفرانس له لاري رسماً اعلان سوه او  په ۱۹۹۳ ميلادي کال کي د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسامبله کي تصویب او له هم هغه ورځي څخه هر کال د نړۍ په بېلابيلو هيوادونو کي د مطبوعاتو د نړۍوالي ورځي په نوم لمانځل کيږي.د کندهار پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی د ۱۳۹۸ل. کال، د غويي د مياشتي پر (۱۵)نېټه د بيان د آزادۍ د نړۍوالي ورځي لمانځنه په يوې پرتميني غونډي سره و کړه.په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارمندانو، د کندهار ولايت او شاوخوا سيمو لسهاوو ژورنالستانو او د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد وویل مطبوعات يا رسنۍ په ټولنه کي د ځينو پيښو او عامه افکارو د پلټني او په مهذبه ژبه تر خلګو پوري رسول ئې لويه دنده ده.ژورناليزم يا خبريالي د مسلک او هنر يو امتزاج دئ، ښه به دا وي، چي د مسلکي پوهي په څنګ کي په ښه هنر سره د خبر يا راپور د  جوړېدو  پر مهال تحليلي برخي ته ډېر پام واوړي او د حل لاري په پلټنه کي هم له اړوندو چارواکو او ادارو سره مرسته وکړي.د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی سرپرست رئیس جمیل احمد ناصري وویل، په تیرو ۱۸ کلنو کي د ژورنالیزم او د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کي ډير پرمختګ سوی دئ، نو په هم دې خاطر رسنۍ باید ملي ګټو ته ژمني واوسي او د ملي ګټو ته په پام کي نيولو سره خپل کار  ته دوام ورکړي.د آزادو رسنیو خبريالانو په یاده غونډه کي په خپل وار سره خبري وکړې او وئې ويل، چي د مې درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده؛ چي دغه ورځ د بېلابيلو غوڼدو په ترڅ کي په افغانستان او نوري نړۍ کي لمانځل کیږي، خو بيا هم په افغانستان کي ګڼ شمېر خبریالان له ګواښونو سره مخ دي او په وړاندي ئې اوس هم ډيري ستونزي سته.د غونډي په پای کي د ژورناليزم پوهنځی افتخاري استادانو ته د پوهنځی له خوا مننليکونه او هغه ژورناليستانو ته، چي ډېر وخت ئې له رسنيو سره په منظم ډول کار کړی وو د غوره ژورناليستانو جايزې ورکړل سوې او ياده غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.