د بنایي تصدي ولایتي مسؤل د کندهار پوهنتون مسؤلینو ته د دوو شپږ پوړیزه لیلیو پروژو د پرمختګ اړوند پرزنټشن وړاندي کړ

02 نوومبر, 2019

 

نن شنبه د لړم د میاشتي ۱۱ نېټه د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي د لوړو زده کړو وزارت د انسجام د بنایي تصدي د ولایتي مسؤل انجنیر عصمت الله له خوا د کندهار پوهنتون رهبري او تخنیکي کمېټې ته په پوهنتون کښي د روانو پروژو د ډیزاین اړوند معلوماتي پرزنټشن وړاندي سو.په ذکر سوي پرزنټشن کښي د پروژو نقشې، موادو، ارزوني او  د پروژو د راپور اړوند معلومات د غونډي له ګډونوالو سره شریک سول، د پوهنتون راهبري تر پرزنټشن وروسته د بنایي تصدي د ولایتي مسؤل انجنیر سره د پروژو د ډیزاین او نقشو په برخه کښي د پوهنتون د اړتیاو مطابق خپل نظرونه شریک کړل او د کار د کیفیت د ښه والي په برخه کي یې د پوره پاملرني له پاره د چمتوالي غوښتنه وکړه.