د اګربيزنيس پروګرام د تحصيلي نصاب د اختصاصي مضامينو د کتني او تدريس د ارزوني ورکشاپ

08 اکتوبر, 2018

 

دا ورکشاپ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز ( PDC ) لخوا د ۱۳۹۷ل.کال د تلي د مياشتي پر (۱۴) نېټه پیل او د دې مياشتي تر (۱۹) نېټې پوري به دوام ولري.د( USWDP) د لوجيستکي برخي مسؤل حامد فېصل وويل د دې ورکشاپ ګډونوال د افغانستان د پنځو پوهنتونونو(کندز، بلخ، خوست، ننګرهار او کندهار پوهنتون) استادان دي بېله ننګرهار پوهنتون څخه د هر پوهنتون څخه درېتنه استادان په دې ورکشاپ کي ګډون کوي.ښاغلي فېصل وويل دا ورکشاپ د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام يا( USWDP) په مالي او د امريکا د پوردو پوهنتون په تخنيکي مرسته جوړ سوی دئ او د ورکشاپ ټرېنران شېرشاه اميري، چي د امريکا په پوردو پوهنتون کي ئې د اګربيزنيس په څانګه کي ماسټري کړې ده او نثار احمد شينواري دي.دا ورکشاپ د دو موخو له پاره په کندهار پوهنتون کي دايريږي، لومړی دا چي د يادو پوهنتونونو استادان د دې څانګي د تحصيلي نصاب سره اشنا او محصلانو ته د تدريس ورکولو په مېتود پوه سي او دوهم هدف دا چي ديادوپوهنتونونو استادان د کندهار پوهنتون څخه ليدنه وکړي، تر څو هغه علمي او تحقيقي مراکز، چي د کندهار پوهنتون په نوښتونه رامنځ ته سوي دوی هم په خپلو پوهنتونونو کي د ايجاد او تاسيس له پاره هڅه وکړي.  د يادوني وړ ده، چي د چهار شنبې په ورځ به د دې ورکشاپ ګډونوال د کندهار ولايت د کرهڼيز سکتور څخه د نژدې ليدنه وکړي تر څو د دې څانګي په تحصيلي نصاب کي استفاده ورڅخه وکړي.